د جونيئر سكواش ډلې په بريا تر لاسه كولو وياړ لرو۔ايئر مارشل سهيل امان

د جونيئر سكواش ډلې په بريا تر لاسه كولو وياړ لرو۔ايئر مارشل سهيل امان

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 19اگست 2016ء) د پاك فضائيه مشر چيف آف ايئر سټاف ايئر مارشل سهيل امان وئېلي دي د جونيئر سكواش ډلې په بريا وياړ لرو۔په نور خان هوائي مېدان د جونيئر سكواش ډلې هېواد ته په راستنېدو هر كلي كولو سره ده ووئيل قامي جونيئر سكواش ډلې جونيئر چېمپئن شپ كښې په كاميابۍ ټول قام وياړ لري۔ده ووئيل قامي جونيئر سكواش ډلې پولينډ كښې روان ورلډ جونيئر سكواش چېمپئن شپ كښې د امريكې او آسټرېليا لوبغاړو ته ماتې وركولو نه پس فائنل ته رسېدلې او د دې نه پس يې مصر ته ماتې وركولو سره كاميابي ترلاسه كړې۔ده ووئيل نن چې كومو لوبغاړو كاميابي ترلاسه كړی دوي به په سباؤن كښې هم د هېواد نامه روښانه كوي۔