تشدد ٬په زندان كښې د مرګ او زندان كښې د زنا (مخنيوې او سزا) بل اړوندې قائمه كمېټۍ ته وسپارلې شو

تشدد ٬په زندان كښې د مرګ او زندان كښې د زنا (مخنيوې او سزا) بل اړوندې قائمه كمېټۍ ته وسپارلې شو

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) تشدد ٬په زندان كښې د مرګ او زندان كښې د زنا (مخنيوې او سزا) بل 2015ء قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې كوم چې دوهم سپيكر اړوندې قائمه كمېټۍ كمېټۍ ته سپارلې۔ د نهې په ورځ نفيسه عنايت الله خټك تحريك وړاندې كړو چې تشدد حراستي موت او حراستي زنا (مخنيوې او سزا) په بل 2015ﺀ باندې دې د سېنټ منظور كړې شوي صورت غور وكړې شي۔

وفاقی وزیر زاهد حامد د بل مخالفت ونكړو۔ نفيسه عنايت الله ووئيل د دې بل منظورۍ سره به زندان كښې بنديوانو ته تحفظ ترلاسه شي۔ ډاكټر شیریں مزاری ووئيل په دې بل دې ايوان كښې ووټنګ وكړے شي۔ وفاقی وزیر زاهد حامد ووئيل كمېټۍ كښې بل لا غوره جوړېدې شي۔ دوهم سپيكر ووئيل د قاعده 148 ترسېوري لاندې بل كمېټۍ ته سپارلې كېدې شي۔ ډاكټر شېريں مزاري ووئيل دغسې به دا بل د نورو بلونو په ډول ځنډ سره مخ شي ۔ په دې دوهم سپيكر د وفاقي وزير زاهد حامد په خواست بل كمېټۍ ته وسپارلو.