د طبي مشورو او نورو خدماتو بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شو

د طبي مشورو او نورو خدماتو بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شو

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د طبي مشورو او نورو خدماتو بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوې كوم چې لا كاروائۍ لپاره اړوندې قائمه كمېټۍ ته سپارلې شوې۔ د نهې په ورځ ډاكټر نګهت شكيل خان تحريك وړاندے كړو چې د طبي مشورو او نورو خدماتو بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ پارلماني سېكتر ډاكټر درشن د دې مخالفت ونكړو۔ ډاكټر نګهت شكيل خان ووئيل د ډاكټرانو د زياتو فيسونو په سوب د روغتيا اسانۍ د عام وګړيو د وس نه وتلي دي۔ دا معامله بايد رېګولرائز كړې شي۔ ايوان څخه د تحريك منظورۍ نه پس ډاكټر نګهت شكيل خان بل ايوان ته وړاندې كړو.