ډي پورټ شوي امريكائي وګړي ته د وېزې وركولو او پاكستان ته د داخلولو ذمه وارو په ضد كاروائي روانه ده۔ په اولنو پلټنو كښې د هغه په ضد د جاسوسۍ كوم ثبوت نه دې ترلاسه شوې۔

د كوئټې پېښې په اړه ځينې شواهد ترلاسه شوي۔ په نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد ترهغه وخته ممكن نه دے تر كومې چې څلور واړه اعلی وزيران په دې اړه جائزه غونډه كښې ګډون ونكړي۔ د پلان 20 نکتو كښې د 9 تعلق صوبو او د 8 تعلق وفاقي وزارتونو سره دے۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان قامي اسمبلۍ كښې د شيريں مزاري او عارف علوي د اعتراض په نكته د خيالاتو څرګندونه

اسلام آباد ۔(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي پاكستان څخه ډي پورټ شوي امريكائي وګړي له د وېزې وركولو او پاكستان ته د داخلولو ذمه وارو په ضد كاروائي روانه ده۔ دې امريكائي وګړي پاكستانۍ سره واده كړې۔ د ده دوه كوچنيان هم شته كوم چې ده سره امريكا كښې مېشته دي۔ په اولنو پلټنو كښې د هغه په ضد د جاسوسۍ كوم ثبوت نه دې ترلاسه شوې ۔

د كوئټې پېښې په اړه ځينې شواهد ترلاسه شوي۔ په نېشنل اېكشن پلان عملدرآمد ترهغه وخته ممكن نه دے تر كومې چې د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران په دې اړه جائزه غونډو كښې ګډون ونكړي۔ د پلان 20 نکتو كښې د 9 تعلق صوبو سره او د 8 تعلق وفاقي وزارتونو سره دے۔ د نهې په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د اعتراض په نكته ډاكټر شيريں مزاري ووئيل پاكستان څخه پخوا ډي پورټ شوے امريكائي وګړې بيا پاكستان ته څنګه راغلو۔

او ده ته بيا د بېرته تللو د اجازې وركولو اطلاعات ترلاسه شوي ۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د كوئټې پېښې په اړه دې هم ايوان د شوي پېشرفت څخه خبر كړې شي۔ د دې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل دې وګړي ته د 48 ساعتو په ځائې په 24 ساعتو كښې وېزه وركړې شوې۔ ده د وېزې په فارم كښې خالي ځايونه پرېښودلي شوي ۔ او په ځينو خانو كښې ئې yes او no دواړه ليكلي دي۔ ده ووئېل د دې معاملې پلټنې روانې دي۔

خارجه وزارت د دې ښه ځواب وركولې شي۔ داخله وزارت به دا منطقي انجام ته رسوي۔ ده ووئيل بېرټ نومې دا امريكائي وګړې په كال 2011 كښې فتح جنګ ته نزدې امنيتي اهلكارو نيولې ؤ۔ هغه څخه كومه نقشه ترلاسه شوې نه وه۔ د هغه پاكستانې سښر وكيل دے۔ د سترې محكمې پرېكړې څخه وروستو هغه ډي پورټ كړے شوے۔ مونږ جے آئي ټي جوړه كړې۔ده ووئېل شپږ ورځې پس راغلې راپور كښې وئيلي شوي چې د جاسوسۍ كوم شواهد ترلاسه شوي نه دي۔

ده ووئيل د اېف آئي اے كوم اهلكار چې د امېګرېشن په وخت هغه كليئر كړے د هغه په ضد كاروائي شوې۔ وفاقي وزير ووئېل د اميګرېشن ډي جي او د اېف آئي اے ډائرېكټر څخه هم د دې وضاحت غوښتلې شوې۔ د اېف آئي اے كوم اهلكار چې هغه نيولې هغه ته حكومت سل زره روپۍ انعام وركړې۔ وفاقي وزير ووئيل د كوئټې پېښې په اړه ځينې كسان نيولې شوي۔ ولې په دې حقله څه وئيل به د وخت نه وړاندې خبره وي۔

ده ووئېل د برېد كوؤنكي سر دومره چقېدلې چې هېڅ معلومات ترې نه ترلاسه كيږي۔ بياهم استخباراتي ادارو ځينې اطلاعات ترلاسه كړي په كومو چې كار روان دے۔ ده ووئيل په نېشنل اېكشن پلان په سهي معنو عمل هغه وخت ممكن دے كله چې د وزيراعظم په مشرۍ كښې په كېدونكو مياشتنيزو غونډو كښې د څلورو واړو صوبو اعلی وزيران راوبللې شي۔ده ووئېل د نېشنل اېكشن پلان 20 نکتو كښې د 9 تعلق صوبو سره او د 8 تعلق وفاقي وزارتونو سره دے۔ كمېټي دې جوړه كړې شې چې په دې كښې شامل غړي خپل خپل قيادت د صورتحال نه خبر ساتي۔(وا/ض ض/ګ ل/1851)