حكومت لپاره لويې چېلنج په پرمختيائي پروژو په تندۍ سره كار كول دي٬

پاكستان تحريك انصاف دې خېبرپښتونخوا كښې خپله كاركردګي ښه كړي٬مسلم ليګ(ن)به د ريفرنس ځواب وركوي بايد د سندھ د لوبو وزير د دغسې بيانونو نه ډډه وكړي۔دوهم وزير جام كمال خان مېډيا سره خبرې

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د پیټروليم او قدرتي وسيلو دوهم وزير جام كمال خان وئېلي دي حكومت لپاره لويې چېلنج په پرمختيائي پروژو په تندۍ سره كار كول دي٬پاكستان تحريك انصاف دې خېبرپښتونخوا كښې خپله كاركردګي ښه كړي٬مسلم ليګ(ن)به د ريفرنس ځواب وركوي بايد د سندھ د لوبو وزير د دغسې بيانونو څخه ډډه وكړي٬اولس د وزيرانو كاركردګي ګوري۔

د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل حكومت لپاره لويې چېلنج د اولس خذمت او پھ هېواد كښې روانو پرمختيائي پروژو باندې په تندۍ كار بشپړول دي٬دې سره به اولس ته ګټه ورسي ٬ده ووئېل بايد د سندھ د لوبو وزير د دې ډول بيانونو څخه ډډه وكړي او هغه د لوبو ودې ته پام لرنه وكړي٬د هغه سره بل څه ايجنډا نشته۔ده ووئيل اولس د وزيرانو كاركردګۍ ته ګوري٬د دې ټولو خبرو به ټاكنو 2018 كښې معلومه شي۔۔(ص ف/ض ض/وس/2139)