قامي اسمبلۍ د الېكشن كميسون د غړيو تنخاګانو٬الاؤنسونو او مراعات بل 2016 منظوركړو

قامي اسمبلۍ د الېكشن كميسون د غړيو تنخاګانو٬الاؤنسونو او مراعات بل 2016 منظوركړو

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) قامي اسمبلۍ د الېكشن كميسون د غړيو تنخاګانو٬الاؤنسونو او اضافي مراعاتو بل 2016 منظور كړې دې ۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې شېخ آفتاب احمد تحريك وړاندې كړو چې د الېكشن كميسون د غړيو تنخاګانو٬الاؤنسونو او زيات مراعات بل 2016 باندې دې غور وكړی شي۔ډاكټر شيريں مزاري ووئيل تنخاګانې د وړاندې نه وركړی كېږي او بل اوس منظوريږي دا غېر قانوني دې۔

وفاقي وزير ووئيل دې ټولې معاملې ته اوس قانوني شكل وركړی كېږي۔تنخاګانې او مراعات پنځو كلونو نه اخلي۔سيد نويد قمر ووئيل بايد حكومت دا بل وړاندې راوړې وو۔ډاكټر شيريں مزاري ووئيل چې د چا غلطي وي بايد سزا وركړی شي۔ دغسې قامي اسمبلۍ پھ بل د غور كولو تحريك منظور كړو۔د دې نه پس سپيكر ايوان څخه د بل منظوري ترلاسه كړه۔وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد تحريك وړاندې كړو چې د الېكشن كميسون غړيو٬تنخاګانو٬الاؤنسونو او زيات مراعات بل 2016 دې منظور كړی شي او قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه۔(ص ف/ض ض/وس/2139)