ترڅو چې د كشمير مسئله هواره شوي نه وي پاكستان به د كشميريانوسفارتي٬اخلاقي٬مرسته روانه ساتي۔د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي

ترڅو چې د كشمير مسئله هواره شوي نه وي پاكستان به د كشميريانوسفارتي٬اخلاقي٬مرسته روانه ساتي۔د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېرعلي وئېلي دي هند په نړۍ كښې تر ټولو لويې ترهه ګر هېواد دے٬ ترڅو چې د كشمير مسئله هواره شوي نه وي پاكستان به د كشميريانو سفارتي٬اخلاقي٬مرسته روانه ساتي۔د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د سندھ د لوبو وزير چېلنج قبلوم٬زه غواړم چې مقابلې لپاره هغه له ټكټ ولېږم۔

ده ووئيل زما خيال نه دے چې د سندھ د لوبو وزير صحت به هغه ته د مقابلې اجازه وركړي۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند پھ مقبوضه كشمير كښې د ترهه ګرۍ انتها كړې٬د هند لاسونه د كشميريانو په وينو رنګ شوي چې له امله يې هند د نړۍ تر ټولو لويې ترهه ګر هېواد جوړ رځېدلې ۔ده ووئيل پاكستان به پھ هره كچه د كشميريانو مرسته كوي۔(ص ف/ض ض/وس/2139)