د پارلمان پبلك اكاؤنټس كمېټۍ غونډه د اېن آئي سي اېل پخواني چيئرمېن اياز خان نيازي په دور كښې ادارې ته د 3 اربه روپو زيان شوې۔ په لاهور او دبۍ كښې په دوچند نرخ د اخستلې شوې زمكو كېس عدالتونو كښې پايې ته رسېدلې ولې اداره به ددوئي په ضد د بيا كتنې خواست كوي۔ پي اے سي ته بريفېنګ د اوبو او برېښنا وزارت څخه د لوډشېډنګ ٬ ګرځنده قرضو او د ترسيلاتي زيان په موجوده صورتحال (نن) د شورؤ په ورځ بشپړ بريفېنګ غوښتلې شوې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) د پارلمان پبلک اکاؤنټس کمېټۍ ته وئيلي شوي چې د اېن آئي سي اېل پخواني چیئرمین اياز خان نيازي په دور كښې ادارې ته د 3 اربه روپو زيان شوې۔ په لاهور او دبۍ كښې په دوچند نرخ د اخستلې شوې زمكو كېس عدالتونو كښې پايې ته رسېدلې ولې اداره به ددوئي په ضد د بيا كتنې خواست كوي۔ په كورنګي كراچۍ كښې هغه اېكټر زمكه چې نرخ ئې 20 ملين وو په 90 ملين اخستلې شوې۔

دا كېس عدالت كښې روان دے۔ عدالتونو كېسونه د اېف آئي اے په راپورونو پايې ته رسولې۔ پي اے سي د اوبو او برېښنا وزارت څخه د لوډشېډنګ ٬ ګرځنده قرضو او د ترسيلاتي زيان په موجوده صورتحال (نن) د شورؤ په ورځ بشپړ بريفېنګ غوښتلې دے۔ د غونډې مشري د نهې په ورځ د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد احمد شاه په مشرۍ كښې پارلېمنټ هاؤس كښې وشوه۔ غونډه كښې د پی اے سی غړو سیّد کاظم علی شاہ، شېخ رشید احمد، پروېز ملک، مشاهد حسېن سیّد، شفقت محمود، شیری رحمن، سردار عاشق حسین ګوپانګ، شېخ روحیل اصغر، راجه جاوېد اخلاص، جنېد انوار چوهدری او دارشد خان لغاری په شمول د اړوند سركاري ادارو اعلی چارواكو ګډون وكړو۔

د پي اے سي چيئرمېن سيد خورشيد احمد شاه ووئيل هېواد كښې ګرځنده قرضې 400 ارب روپو څخه زياتې شوي دي۔ ده د اوبو او برېښنا وزارت ته هدايت وكړو چې د لوډشېډنګ ٬ ګرځنده قرضو او د ترسيلاتي زيان په موجوده صورتحال (نن) د شورؤ په ورځ بشپړ بريفېنګ وركولو سره پي اے سي تفصيلاتو څخه خبر كړي۔