د مالي كال 2017-18ء بجټ په ټاكلي وخت كښې بشپړولو له تياريانې په غوره ډول روانې دي۔ حكومت به بجټ كښې د اولس خېر ښېګړې ته خاص پاملرنه كوي۔د روزګار موقعې پېدا كولو او غوره مجموعي اقتصادي نمو ته به پام كولې شي۔بجټ د ټولو اړوندو وزارتونو او څانګو په سلا تياورلې شي۔د خزانې وزارت چارواكي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) د مالي كال 2017-18ء بجټ په ټاكلي وخت كښې بشپړولو له تياريانې په غوره ډول روانې دي۔ موجوده حكومت به بجټ كښې د اولس خېر ښېګړې ته خاص پاملرنه كوي۔ دې كښې به د روزګار موقعې پېدا كولو او غوره مجموعي اقتصادي نمو ته خاص پام كولې شي۔ د خزانې وزارت چارواكو ترمخه د نوي كال بجټ د ټولو اړوندو وزارتونو او څانګو په سلا تيارولې شي۔

فېډرل بورډ آف رېونيو د نوې مال كال بجټ دستاوېزاتو پرنټنګ لپاره نظام وضع كړې۔ د نوې مالي كال بجټ كښې د جي ډي پي شرح نمو تر 6 فيصد زياتولو ته به خاص پام كولې شي او دې مقصد لپاره به حكومت مالياتي او پالېسي اقدامات معرفي كوي۔ دې سره سره د روان مالي كال 2016-17ء په مهال په معاشي كاركردګۍ مشتمله اقتصادي جائزه سبا د زيارت په ورځ د وړاندې كېدو امكان لري۔

دا خبره دې ښكاره وي چې قامي اقتصادي كونسل د مئي په 19مه نېټه د وزيراعظم په مشرۍ كښې د راروان مالي كال لپاره د جي ډي پي شرح نمو هدف 6 فیصد ټاكلو وړاندې نه منظوري وركړې۔ او د روان مالي كال په مهال 5.3 فیصد شرح نمو ترلاسه كړې شوې۔ قامي اقتصادي كونسل د راروان مالي كال لپاره د 2.5 کھرب روپو پرمختيائي بجټ منظوري هم وركړې۔ په كوم كښې چې 1001 اربه روپۍ وفاقي پرمختيائي پروګرام او 1112 ارب روپۍ صوبائي پرمختيائي پروګرام لپاره دي۔ دغسې 400 ارب څخه زياتې روپۍ به بېل كارپورېشنز په پرمختيائي منصوبو مصرف كوي۔