سكولونو څخه د بهر طالبعلمانو شمېره صفر ته راوستل زمونږ هدف دے۔ كلتور د بشري ژوند مهمه برخه ده۔ نورو ته هم بايد كلتور وښودلې شي۔د دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمن كوچنيانو ته د ايوارډ وركولو دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) دوهم وزير انجینئر محمد بلیغ الرحمن وئيلي د سكولونو څخه د بهر طالبعلمانو شمېره صفر ته راوستل زمونږ هدف دے۔ كلتور د بشري ژوند مهمه برخه ده۔ نورو ته هم بايد كلتور وښودلې شي۔ ده د نهې په ورځ پاور انسټي ټيوټ كښې كوچنيانو ته د ايوارډ وركولو دستورې ته خطاب كولو۔ په دې مهال ده ووئيل د تعليم رسنه د حكومت ذمه واري ده۔

د تېرو درې كلونو په مهال د سكول نه بهر كوچنيانو شمېره كښې ښكاره كمې راغلې او زمونږ هدف دا صفر ته رواستل دي۔ ده ووئيل ترهګرۍ ته ماتې وركړې شوې۔ اوس زمونږ كوچنيان محفوظ سكولونو كښې زده كړې ترلاسه كوي۔ دوهم وزير زده كړو لپاره د يونېسكو هڅې ستائلو سره ووئيل پاكستان كښې 263 سکولونه د یونېسکو غړي دي كوم چې كلتوري تنوع زده كوي۔ ده ووئيل بايد نور سكولونه هم ددې برخه جوړه شي۔ په دې مهال دوهم وزير جاپان كښې د پاكستان نمائندګي كوؤنكې زده كوؤنكې ته مباركي وركړه۔ دوهم وزير د غوره كاركردګۍ په څرګندونه زده كوؤنكو ته انعامونه وركړل۔