پي ټي آئي د كشمير نه تر كراچۍ په ټول ټاكنو كښې ماتې سره مخ كېږي٬

د درغلۍ رټ خبرې كول د پي ټي آئي عادت جوړ شوې٬دهرنې او احتجاج د هېواد په پرمختګ كښې لوي خنډ دے۔د روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ بيان

پي ټي آئي د كشمير نه تر كراچۍ په ټول ټاكنو كښې ماتې سره مخ كېږي٬
د درغلۍ رټ خبرې كول د پي ټي آئي عادت جوړ شوې٬دهرنې او احتجاج د هېواد په پرمختګ كښې لوي خنډ دے۔د روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ بيان

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئېلي دي چې پي ټي آئي د كشمير نه تر كراچۍ په ټول ټاكنو كښې ماتې سره مخ كېږي٬د درغلۍ رټ خبرې كول د پي ټي آئي عادت جوړ شوې٬دهرنې او احتجاج د هېواد په پرمختګ كښې لوي خنډ دے۔د نهې پھ ورځ په خپل يو بيان كښې هغې ووئيل چې عمران خان او پي ټي آئي چې څه كوي وطن سره مينه لرونكې څوك هم داسې سياست نه كوي٬اولس د دهرنو او د احتجاج د سياست نه تنګ راغلې۔

خلك د احتجاجي لاريونونو پھ ځاې د هېواد پرمختګ غواړي۔هغې ووئيل چې ميا نواز شريف هر وخت د هېواد پرمختګ معاشي استحكام٬امن او خوشحالي غواړي۔د ميا نواز شريف په مشرۍ كښې د هېواد معيشت مضبوط شوې۔د هېواد حالات مخ په ښه كېدو دي۔هغې ووئيل چې انشاﺀالله د كال 2018م په ټاكنو كښې به هم مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كوي۔د پاناما ليكس پھ اړه هغې ووئيل چې د ټي او آرز معامله به ډېر زر حل كړې شي۔