اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) په قامي اسمبلۍ كښې په كوئټھ كښې د ترهه ګرۍ د پېښې په ضد د غندنې قرارداد پھ اتفاق سره منظور كړی شوې چې پكښې د ترهه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ كولو د عزم څرګندونه شوې۔د نهې په ورځ وفاقي وزير زاهد حامد پھ ايوان كښې قرارداد وړاندې كړو په كوم كښې چې وئېلې شوي دي چې د ترهه ګرۍ په پېښه او د بلوچستان بار كونسل د صدر پھ وژنه ټول قام غم سره مخ دے۔
په قرارداد كښې د مړو كسانو كورنيو سره د يو والي څرګندونه او غمرازي شوې۔د ژوبل شويو زر روغتيا لپاره په قرارداد كښې دعا شوې٬په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې د غم په دې سخت وخت كښې دا ايوان د بلوچستان اولس٬وكيلانو٬د قانون نافذ كونكو ادارو اهلكارو او د مېډيا استازو سره دے۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې دا ايوان د داسې ناوړه مقصدونو لرونكو عناصرو ته ماتې وركولو او د ترهه ګرو په ضد د سختې كاروائۍ كولو د عزم څرګندونه كوي۔دا ډول ناوړه اقدامات د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ عزم نه شي كمزورې كولې۔په قرارداد كښې وئېلي شوي دي چې د داسې اقداماتو په نتيجه كښې به د خوږ وطن حفاظت لپاره زمونږ عزم لا قوي شي۔سپيكر قرارداد په ايوان كښې وړاندې كړو او په اتفاق سره منظور كړی شو۔