د قامي اسمبلۍ سپيكر په ايوان كښې د تعليم د وزير د نشت والي نوټس واخست

د قامي اسمبلۍ سپيكر په ايوان كښې د تعليم د وزير د نشت والي نوټس واخست

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 09 اگست2016ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق پھ ايوان كښې د تعليم وزير د نشت والي نوټس اخستلو سره وزيراعظم ته د خط ليكلو هدايت كړی او د وفاقي اردو پوهنتون د ښونكو او عملې د تنخاګانو د نه ادا كېدو په اړه د پام راګرځونې نوټس موخر كړی شوې۔د نهې پھ ورځ د قامي اسمبلۍ پھ غونډه كښې د جماعت اسلامي غړي صاحبزاده محمد يعقوب د وفاقي اردو پوهنتون د ښونكو او عملې د تنخاګانو د نه ادا كېدو په اړه د پام راګرځونې نوټس وړاندې كول غوښتل خو وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد ووئيل چې اړوند وزير پھ ايوان كښې نشته٬څه وخت لپاره دې د پام راګرځونې نوټس موخر كړی شي۔

سپيكر ووئيل چې د پارلمان نه زيات څوك هم مهم نه دے۔وفاقي وزير شېخ آفتاب احمد ووئيل چې د پارلماني ګوند په غونډه كښې پھ دې لړ كښې خبره شوې وه۔سپيكر ووئيل چې وزيراعظم ته دې پھ دې لړ كښې خط ولېږلې شي چې وزيران پھ ايوان كښې موجود نه وي۔د دې نه پس د پام راګرځونې نوټس موخر كړی شو۔