په سارك كنفرنس كښې د كشمير مسئلې ته بنيادي اهميت وركړے شوے۔ ډاكټر فرحت حق

په سارك كنفرنس كښې د كشمير مسئلې ته بنيادي اهميت وركړے شوے۔ ډاكټر فرحت حق

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د امريكې نامتو تجزيه كارې ډاكټر فرحت حق وئيلي دي چې په سارك كنفرنس كښې د كشمير مسئلې ته بنيادي اهميت وركړے شوے۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې د كشمير په اړه پاكستان او هند خپل جلا جلا دريځ لري٬ هند نړۍ ته دا څرګندول غواړي چې پاكستان د كشميريانو د تحريك ملاتړ كوي او پاكستان دريځ لري چې بايد د كشمير مسئله د ملګرو ملتونو د قرادادونو له مخې حل شي۔

هغې ووئيل چې په سارك كنفرنس كښې زيات پام د كشمير مسئلې ته شوې۔ فرحت حق د دې هيلې څرګندونه وكړه چې كشميريانو ته به د خپلواكې د حق ترلاسه كولو د هڅو نتيجه ترلاسه شي۔ هغې د كشمير مسئلې په اړه د پاكستان هڅې وستائيلې او وې وئيل چې پاكستان ته په نړيواله كچه دا مسئله په مثبت ډول وړاندې كړې۔