پاكستان هند سره ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي۔ ډاكټر ماريه سلطان

پاكستان هند سره ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي۔ ډاكټر ماريه سلطان

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د نړيوالو چارو كارپوهې ډاكټر ماريه سلطان وئيلي دي چې پاكستان اتومي قوت دے او هند په پاكستان فشار نه شي اچولې۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې سارك تنظيم د منطقې د مسئلو حل لپاره جوړ كړے شوے و۔ هغې ووئيل چې هند تل هڅه كړې چې تنظيم د خپلې خوښې له مخې وچلوي خو د پاكستان په موجودګې كښې داسې نه شي كېدے۔

هغې ووئيل چې پاكستان هند سره ټولې مسئلې د مذاكراتو د لارې حل كول غواړي خو هند په دې لړ كښې كوم پرمختګ نه دې ښودلے۔ هغې ووئيل چې بايد د دواړو هېوادونو او د منطقې خوشحالې لپاره په ټولو مسئلو مذاكرات وشي۔ د كشمير په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغې ووئيل چې هند د طاقت د لارې د كشميريانو حوصله نشي ماتولې٬ بايد پاكستان نړۍ ته د هند اصل څېره وښائي۔