د حكومت د اقتصادي پالېسو په نتيجه كښې هېواد د خوشحالې او پرمختګ په لار روان شوے۔ ميا وسيم اختر شېخ

د حكومت د اقتصادي پالېسو په نتيجه كښې هېواد د خوشحالې او پرمختګ په لار روان شوے۔ ميا وسيم اختر شېخ

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 05 اگست 2016ء) د قومي اسمبلې د اطلاعاتو او خپرو د قائمه كمېټې غړي ميا وسيم اختر شېخ وئيلي دي چې د حكومت د اقتصادي پالېسو په نتيجه كښې هېواد د خوشحالې او پرمختګ په لار روان شوے٬ حكومت به خپله آئيني موده پوره كوي او ټولټاكنې به په كال 2018م كښې كېږي او مسلم ليګ ﴿ن﴾ به په ټول هېواد كښې په دې ټاكنو كښې كاميابي ترلاسه كوي۔

ده ووئيل چې د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرې كښې هېواد د پرمختګ او خوشحالې په لار روان شوے۔ د حكومت د پالېسو په نتيجه كښې نن په هېواد كښې د اربونو ډالرو غېر ملكي سرمايه كاري روانه ده۔ ده ووئيل چې د سي پېك پروژو سره به پاكستان د پرمختګ په نوي پړاؤ كښې داخل شي۔ د دې ګټه به منطقې ته هم ورسي او پاكستان به ډېر زر د نړۍ په پرمختلليو هېوادونو كښې شامل شي۔