قامي اسمبلۍ د امانت تحفظ کارپورېشن بل 2016 منظور كړو

قامي اسمبلۍ د امانت تحفظ کارپورېشن بل 2016 منظور كړو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) قامي اسمبلۍ د امانت تحفظ کارپورېشن بل 2016 منظور كړې دې ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خزانې پارلماني سېكتر رانا محمد افضل خان تحریك وړاندې كړو چې د امانت تحفظ کارپورېشن په بل 2016 دې غور وكړې شي۔د ايوان منظورۍ نه پس دوهم سپيكر د بل شقونو منظوري د غوتنډې نه واخسته ۔ رانا محمد افضل خان د بل اغراض او مقاصد بیانولو سره ووئيل دا يوه اداره جوړولې شي هركله چې يو بانك ناكامه شي نو د كهاته دارو د روپو به تحفظ كولې شي ٬ دا بدلون سېنېټ منظور كړې دې ۔

د ډاکټر عارف علوي په پوښتنه رانا محمد افضل خان ووئيل قامي اسمبلۍ شق 21 منظور كړے ٶ او سېنېټ پكښې بدلون كړې چې دا ډول بانكونه د لا ډيپازټ نه منع كړې شي٬ لائسنس دې ورله منسوخ كړې شي او د دې بانك قرض په حقله دې سټېټ بانك ته اختيار وركړې شې ۔د ټولو شقونو د منظورۍ نه پس رانا محمد افضل خان تحریك وړاندې كړو چې ياد شوې بل دې منظور كړې شي او دغسې قامي اسمبلۍ د بل منظوري وركړه ۔