چین سره د آزاد تجارت لوظنامې ته د بيا كتنې 6 دورونه شوي دي۔ د دې بشپړ كېدو څخه وروستو به آزاد تجارت كښې باقي پاتې كمۍ لرې كړې شي۔ د تجارت وزارت لخوا قامي اسمبلۍ كښې ځواب

چین سره د آزاد تجارت لوظنامې ته د بيا كتنې 6 دورونه شوي دي۔ د دې بشپړ كېدو څخه وروستو به آزاد تجارت كښې باقي پاتې كمۍ لرې كړې شي۔ د تجارت وزارت لخوا قامي اسمبلۍ كښې ځواب

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) د تجارت وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته وئيلي شوي دي چې چین سره د آزاد تجارت لوظنامې ته د بيا كتنې 6 دورونه شوي دي۔ د دې بشپړ كېدو څخه وروستو به آزاد تجارت كښې باقي پاتې كمۍ لرې كړې شي۔ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د شاهده رحماني د پوښتنې په ځواب د تجارت وزارت لخوا وفاقي وزير زاهد حامد ووئيل پاكستان انفارمېشن ټېكنالوجي لوظنامه تر دې دمه منظور كړې شوې نه ده۔

د انډسټري وزارت ووئيل دې سره به ځائي صنعت ته زيان ورسي۔ ولې بياهم اوس سمري تياره كړې شوې۔ د اېف بي آر لخوا د رائې په راتلو هيله ده چې د دې منظوري وركړې شي۔ په دې لړ كښې به د تېكسټائل صنعت او نورو تحفظات او اندېښنې لرې كړې شي۔ د ساجده بېګم د پوښتنې په ځواب د قانون وزير زاهد حامد ووئيل چين سره د آزاد تجارت لوظنامه په كال 2007ﺀ كښې فعال شوه ۔ دې سره د دواړو هېوادونو به تجارت كښې اضافه شوې۔ دې لوظنامې څخه وړاندې تجارتي حجم 7.75 ملین ډالر ؤ په كال 2015ء كښې دا 2.1 ارب ډالر ته رسېدلې۔ زاهد حامد ووئيل قبائلي سيمو كښې ايجنسيو كښې 3 نوې كسټم دفترونه پرانستلې شوي دي۔ د طورخم او چمن په شمول درې نوې مركزونه جوړ كړے شوي دي۔