قامي اسمبلۍ د بانكونو قوميانے بدلون بل منظور كړو

قامي اسمبلۍ د بانكونو قوميانے بدلون بل منظور كړو

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز 03 -اگست 2016ء) قامي اسمبلۍ د بانكونو قوميانے بدلون بل منظور كړې دې ۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خزانې پارلماني سېكتر رانا محمد افضل خان تحریك وړاندې كړو چې د بانكونو قوميانے بدلون بل 2016 باندې دې غور وكړې شي په دې سید نوید قمر ووئيل كوم بدلون چې كول غواړئ سپيناوې دې وكړې شي ٬ ډاکټر عارف علوي ووئيل قانون خو اجازه وركوي خو دا د پارلماني رواياتو د روح په ضد خبره ده۔

رانا محمد افضل خان ووئيل سېنېټ دا بدلون كړې چې د بانكونو د صدرانو موده دې يو ځل پراخه كړې شي ٬د بل دواړو ايوانونو منظوري وركړې۔ دغسې ايوان د دې تحريك منظوري وركړه۔دوهم سپيكر د بل د ټولو شقونو ايوان څخه منظوري واخسته او رانا محمد افضل خان تحريك وړاندې كړو چې ياد شوې بل دې منظور كړې شي او دغسې په يوه خله بل منظور كړې شون.