صوابې كښې د ترهګرو او پوليس ترمېنځه ډزو كښې يو كانسټېبل شهيد او يو ترهګرمړه شو

صوابې كښې د ترهګرو او پوليس ترمېنځه ډزو كښې يو كانسټېبل شهيد او يو ترهګرمړه شو

صوابې (پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د صوابې ګدون امازئ سيمې په داود كلي كښې د ترهګرو او پوليس ترمېنځه په ډزو كښې يو كانسټېبل شهيد او يو ترهګر وژلې شوے دے۔ په پېښه كښې د پوليس سب انسپكټر پشمول دوه اهلكار سخت ژوبل شوي هم دي۔ پوليس د مشكوك ترهګر د دوه وروڼو پشمول يو شمېر شكمن كسان نيولې او د وژلې شوي كس د كور نه د بمونو پشمول وسله هم ترلاسه كړې شوې ۔ د پوليس له مخې دا پېښه هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د لټون عملياتو په مهال پوليس په يو كور چهاپه ووهله او ترهګرو په پوليس ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې ئې يو اهلكار شهيد شو۔ پېښه كښې د پوليس سب انسپكټر پشمول دوه اهلكار سخت ژوبل شوي هم دي۔