د كراچۍ آپرېشن سره د امن او امان صورتحال ډېر ښه شوے۔ د كراچۍ آپرېشن د ترهګرو بھته مافيا او هدفي وژنو پېښو په ضد دے۔ د پاكستان پيپلز ګوند لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي مير اعجاز جھكراني ميډيا سره خبرې

د كراچۍ آپرېشن سره د امن او امان صورتحال ډېر ښه شوے۔ د كراچۍ آپرېشن د ترهګرو بھته مافيا او هدفي وژنو پېښو په ضد دے۔ د پاكستان پيپلز ګوند لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي مير اعجاز جھكراني ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز 02 -اگست2016 ء) د پاكستان پيپلز ګوند لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي مير اعجاز جھكراني وئيلي دي چې د كراچۍ آپرېشن سره د امن او امان صورتحال ډېر ښه شوے۔ د كراچۍ آپرېشن د ترهګرو ٬ بھته مافيا او هدفي وژنو پېښو په ضد دے۔ د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل سندھ حكومت د رېنجرز په اختياراتو كښې د پراختيا ښه پرېكړه كړې۔

ده ووئيل دا پرېكره د سندھ حكومت په خپل اختيار كړے۔ ده ووئيل كراچۍ آپرېشن سره مثبت نتيجې رامخې ته كيږي۔ رېنجرز نه يواځې دا چې ترهګري ئې ختمه كړې بلكې د هدفي وژنو ٬ بهته خورۍ او نورو جرمونو كښې هم كمې رامخې ته شوې۔ ده ووئيل رېنجرز ټول سندھ كښې پوليس سره په ګډه كار كوي۔ وفاقي حكومت نورو صوبو كښې هم رېنجرز ته د ترهګرۍ ختمولو ټاسك وركړي۔ ده ووئيل دا آپرېشن د كوم خاص ګوند په ضد نه دے او اېم كيو اېم د لوئے ګوند كېدو په حېث بايد دا خپل ځان ته منسوب نه كړي۔