د هېواد د پرمختګ عمل تندۍ سره روان دے ٬په سياسي او جمهوري مېدان كښې اولس په نواز شريف او مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې۔ د احسن اقبال د سماجي څانګې ريسرچ سېمينار ته وېنا

د هېواد د پرمختګ عمل تندۍ سره روان دے ٬په سياسي او جمهوري مېدان كښې اولس په نواز شريف او مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې۔ د احسن اقبال د سماجي څانګې ريسرچ سېمينار ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22فروری2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي د هېواد د پرمختګ عمل تندۍ سره مخ په وړاندې روان دے ٬په سياسي او جمهوري مېدان كښې اولس په نواز شريف او مسلم ليګ (ن) د باور څرګندونه كړې٬ د هېواد پرمختګ او سوكالي د مخالفې ډلې ځيني مشران او مخالفين پرېشانو سره مخ كړي۔ ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت تر سېوري لاندې د سماجي څانګې ريسرچ سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔

ده ووئيل اوس د تخليق زمانه ده او د ټولو څيزونو انحصار د سوشل سېكټر په پرمختګ دے٬ ټولو وګړو ته د پرمختګ يو برابر موقعې وركول پكار دي۔ ده ووئيل په وژن 2025 كښې هم دا څيزونه شامل دي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرو چې دا سېمينار به آئيډي فېكټري جوړه شي او باور لرو چې دې څخه به ښه پاليسۍ جوړې كړې شي ۔ ده ووئيل د ټولو صوبو وګړي د وزیراعظم نواز شریف په قيادت د باور څرګندونه كوي۔

ده ووئيل سي پېك به د قام تقدير بدل كړي او چاته به اجازه ورنه كړو چې زمونږ د هېواد سباٶن سره لوبې وكړي۔ ده ووېيل پاكستان په هر فورم د بهرنۍ لاس وهنې په ضد غږ پورته كړې۔ ده ووئيل مونږ په جنګ باور نه لرو بلكې په امن بار لرو خو كه څوك د پاكستان د امن خرابولو هڅه كوي نو پاكستان خپله دفاع كولې شي۔ ده ووئيل زمونږ د امن موقف دې زمونږ كمزوري ونه ګڼلې شي۔