وزيراعظم محمد نواز شريف د ګلګت بلتستان پرمختګ غواړي٬ په نلتر كښې د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو څلورو پروژو لپاره د 2 اربه روپې منظوري وركړې شوې۔ د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23فروری2016ء) د كشمير او ګلګت بلتستان چارو وفاقي وزير چوهدري برجېس طاهر وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف د ګلګت بلتستان پرمختګ غواړي٬ په نلتر كښې د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو څلورو پروژو لپاره د 2 اربه روپې منظوري وركړې شوې۔ د راډيو پاكستان له مخې ګلګت بلتستان كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وفاقي وزير ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف غواړي چې د هېواد د نورو سيمو په شان ګلګت بلتستان هم پرمختګ وكړي۔ ده ووئيل چې په نلتر كښې د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو څلورو پروژو لپاره د 2 اربه روپې منظوري وركړې شوې۔ برجېس طاهر ووئيل چې د وزيراعظم په هدايت به په صوبه كښې د تهري جي او فور جي انټرنېټ سروس هم پېل كړې شي۔