د اولس ساتنې له دې استخباراتي رابطې سره سره نګراني زياته او سائنسي تګلاره خپله كړې شي۔ د چوهدري نثار د پېنډۍ اسلام آباد پوليس او انتظاميې ته هدايت

د اولس ساتنې له دې استخباراتي رابطې سره سره نګراني زياته او سائنسي تګلاره خپله كړې شي۔ د چوهدري نثار د پېنډۍ اسلام آباد پوليس او انتظاميې ته هدايت

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 22فروری2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثارعلي خان د هېواد په بېلا بېلو برخو كښې د ترهه ګرۍ اوسنيو پېښو له مخې د امنيت چېلنجونو مقابله او د اسلام آباد او پېنډۍ د وګړو تحفظ او سلامتيا باوري كولو له پوليس او انتظاميې ته امر كړې چې د اولس د ځان او مال تحفظ باوري كولو له ښې استخباراتي رابطې سره سره نګراني زياته او سائنسي تګلاره خپلولو له ګامونه پورته كړي۔

ده د دواړو ښارونو انتظاميې ته امر وكړو چې د بسونو د بېلا بېلو آډو ٬ مېلمستونونو او هوټلونو زياته نګراني باوري كړي دغسې چې بېلا بېلو سيمو نه راغلې كسانو كښې د شكمن په تګ راتګ نظر وساتلې شي۔ وفاقي وزير اېف آئي اے او پي ټي اے ته هم هدايت وكړو چې د ھغه ټولو عناصرو كلكه څارنه وكړي څوك چې په انټرنېټ متنازعه مواد اپ لوډ كولو كښې ككړ دي او ورسره د ټولنې د ځينو خلقو جذبات مجروح كېږي۔

وفاقي وزير دا امر د شورو په ورځ د لوړې كچې غونډې مشرۍ په مهال كړې ۔ په غونډه كښې داخله سېكتر ٬ د پنجاب رېنجرز سېكټر كمانډر٬ د اسلام آباد او پېنډۍ ستر كمشنران٬ د اسلام آباد آئي جي٬ د پېنډۍ آر پي او ٬ كېپيټل ستي او د پېنډۍ د سينئر انتظاميې او پوليس چارواكو ګډون وكړو۔ داخله وزير د پوليسو د چېك پوستو 24 ساعته نګرانۍ له د سپېشل برانچ معاونت سره د آئي سي ټي او د پېنډۍ د 4 ٬ 4 غړو پشمول د دوه كمېټو جوړولو هم امر كړو ٬ كميټي به د كېپيټل سټي او خوا اوشا كښې د ترهه ګرو٬ سهولت كارو يا د هر يو هېواد دښمنه عناصر نيولو له د پنجاب رېنجرز د دوېمې كچې سپورټ سره د هرې ورځ په بنياد د كومبنګ آپرېشنز نګراني كوي۔

ټول ښار كښې د سېف سټي كېمرو په بشپړه توګه د كارولو په حاجت زور رواړولو سره وفاقي وزير د سائنسي تګلارې د اختيارولو امر وكړو دغسې چې په بېلا بېلو پوستو او ناكو د اولس ستونزې كمې شي۔ د سکولونو، تعلیمي ادارو او د نورو مهمو ودانيو د امينيت جاج اخستو سره وفاقي وزير امر وكړو چې د پوليس او رېنجزر ترمېنځه رابطه دې لا ښه كړې شي ۔ داخله وزير ووئيل د ټولو تعليمي ادارو سلامتيا دې باوري كړې شي ۔

چوهدري نثار علي خان د اسلام آباد انتظاميې ته هدايت وكړو چې ټولو زيارتونو او مزارونو له په درې ورځو كښې جامع امنيتي پلان جوړ كړي۔د اسلام آباد انتظاميې لخوا څو ورځې وړاندې د مزارونو بندولو په اړه داخله وزير ووئيل د مزارونو بندولو په ځائې دې د دې امنيت لا ټينګ كړے شي۔ وفاقي وزير د ټرافېك مېنجمنټ پلان د پېشرفت هم جاج واخستو كوم چې د اسلام آباد او پېنډۍ انتظامي جوړ كړې چې مقصد ئې د ټرافيك مسئلو كښې كمې كول دي۔