هندي عسكرو د لټون او محاصرې په مهال دوه نور كشميري ځوانان شهيدان كړل ۔ په يوه اونۍ كښې د شهيدو شوو كشميريانو شمېره 25 ته ورسېده

هندي عسكرو د لټون او محاصرې په مهال دوه نور كشميري ځوانان شهيدان كړل ۔ په  يوه اونۍ كښې د شهيدو شوو كشميريانو شمېره 25 ته  ورسېده

سرینګر (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) مقبوضه کشمیر كښې هندي عسكرو د زيارت په ورځ د رياستي ترهګرۍ تازه كارروائۍ په مهال په پلوامه ضلع كښې دوه نور كشميري ځوانان شهيدان كړي دي چې ورسره د تېرې يوې اونۍ په مهال د شهيد شوو كشميريانو شمېره 25 ته رسېدلې ده۔ د کشمیر میډیا سروس ترمخه عسكرو عادل احمد او عدنان احمد نومې ځوانان د زيارت په سحر د اونتي پوره كھريو سيمه كښې د لټون او محاصرې په مهال شهيدان كړل۔ تر آخري اطلاع ترلاسه كېدو سيمه كښې پوځي كارروائي روانه وه۔