د جارجيا په صدارتي ټاكنو كښې پخوانۍ خارجه وزيره سلوم زورابيشويلي د هېواد وړومبۍ اولس مشره وټاكل شوه

د جارجيا په صدارتي ټاكنو كښې پخوانۍ خارجه وزيره سلوم زورابيشويلي د هېواد وړومبۍ اولس مشره وټاكل شوه

تبليسي (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) د جارجيا په صدارتي ټاكنو كښې حكومت كونكې د ډريم ګوند كانديده سلوم زورابيشويلي د هېواد وړومبۍ اولس مشره ټاكلې شوې۔د الېكشن كمېشن له مخې دوهم راونډ په ټاكنو كښې هغې ته 59.52 رائے ترلاسه شوي او د مخالفې ډلې 11 ګوندونو اتحادي كانديد ته 40.48 فيصده رائے ترلاسه كړې ۔په صدارتي ټاكنو كښې د كاميابۍ نه وروستو په خپل خطاب كښې 66مې كلنې سلوم زور ابيشويلي ووئيل په جارجيا كښې به د جمهوريت حكمرانۍ ته وده وركولې شي كوم چې د اروپائي ائتلاف او نېټو د ركنيت خوښي لري۔

نوې ټاكلې اولس مشرې په جارجيا كښې د اصلاحاتو كولو او هېواد پرمختيللي جوړولو له د عزم څرګندونه وكړه۔پخوانې سفارتكاره زو ابيشويلي د كال 2004 نه تر 2005 په مهال د جارجيا خارجه وزيره هم پاتې شوې ده۔