په هند كښې مور پلار او دوو ماشومانو ځان اوژلو

په هند كښې مور پلار او دوو ماشومانو ځان اوژلو

حېدر آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز یکم جنوری 2019ء) د هند آندهرا پردېش ايالت په وشاكا پټنم ضلع كښې د يوې قبائيلي كورنۍ څلورو كسانو ځان وژلې دے۔ د هند خبر رسنې ادارې له مخې دا پېښه د ياد شوي ايالت په چندرائن كلي كښې رامېنځ ته شوې چرته چې دوو ماشومانو سره مور او پلار زهرجن دارو څښكلو سره د ځان وژلو هڅه كړې ده ٬ د دارو څښكلو په نتيجه كښې ماشومان او پلار ئې په ټكي مړه او مور ئې په بې هوشې كښې روغتون ته رسولې شوې خو هلته ئې ساه وركړې ده۔