په لېبيا كښې په يوه ورځ كښې دوه ځانمرګي بريدونه وشول٬ درې عسكر مړه

په لېبيا كښې په يوه ورځ كښې دوه ځانمرګي بريدونه وشول٬ درې عسكر مړه

طرابلس (پاکستان پوائنٹ نیوز 03جنوری 2019ء) د لېبيا په سوئيلي سبها ښار كښې په دوه ځانمرګي بريدونو كښې 3 عسكر مړه او يو ژوبل شوے۔ وئيلي كېږي چې دا ځانمرګي بريدونه د داعش جنګيالو كړي دي۔ د لېبيا عبوري داخله وزير احمد بركه له مخې يو بريد كوونكي غدوه پوليس سټېشن سره نزدې ځان الوزولې او پكښې درې عسكر مړه او يو ژوبل شوے۔ ده ووئيل چې يو ځانمرګي بريد كوونكې په تاڼه كښې بند كړے شوے و او هغه خپل ځان هلته والوزولو۔