د كشميريانو شهيدانو په جنازه كښې په زرګونو كسانو ګډون وكړو

د كشميريانو شهيدانو په جنازه كښې په زرګونو كسانو ګډون وكړو

سرينګر (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د لاسه د زيارت په ورځ په پلوامه ضلع كښې د شهيدو شوو دوو كشميريانو ځوانانو د جنازې په لمونځ كښې پھ زرګونو كسانو ګډون وكړو۔د كشمير مېډيا سروس له مخې عادل بلا بټ او عدنان احمد لون هندي ځواكونو د زيارت په ورځ په كهريو سيمه كښې د لټون او محاصرې كاروائۍ په مهال شهيدان كړي وو۔د دواړو ځوانانو د جنازې لمونځ پھ پلوامه ضلع اونتي پوره او ملنګ پوره سيمو كښې ادا كړی شو.