په بحيره روم كښې 180 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړې شول

په بحيره روم كښې 180 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړې شول

وېليتا (پاکستان پوائنٹ نیوز یکم جنوری 2019ء) د مالټا ساحل سره نزدې په بحيره روم كښې 180 كډوال د ډوبېدو څخه بچ كړې شوي ۔ د مالټا د سمندري پوځ له مخې په دې كښې 152 كسان د لرګي په يوه كشتې كښې سواره وو كوم چې غېر محفوظ وو او ستونزو سره مخ وو۔ دغسې د مرستې په يوه بله كارروائې كښې هم نور 28 كسان په سمندر كښې بچ كړې شوي۔ د مالټا سمندري پوځ د اتوار په ورځ هم 70 كسان د ډوبېدو نه بچ كړي وو۔ ملګرو ملتونو د بحيره روم هېوادونو ته خواست كړے چې دوي هغو دوه الماني مرستندويه بېړو لپاره هم خپل بندر ځايونه پرانيزي په كومو كښې چې 49 كډوال سواره دي۔