په سوئېلي آسټرېليا كښې د استاذانو په تنخاګانو كښې د زياتوالي نه كولو له امله هړتال٬ 200 سكولونه بند

په سوئېلي آسټرېليا كښې د استاذانو په تنخاګانو كښې د زياتوالي نه كولو له امله هړتال٬ 200 سكولونه بند

كينبرا (پاکستان پوائنٹ نیوز29 نومبر2018ء) په سوئېلي آسټرېليا كښې د سلګونو استاذانو د هړتال له امله سكولونه بند كړې شوي ۔د ابلاغ ذريعو له مخې د زيارت په ورځ په سوئېلي آسټرېليا كښې د استاذانو لخوا په تنخاګانو كښې د زياتوالي لپاره هړتال وكړو چې له امله يې په لويه شمېره سكولونه بند شو خو والدينو د خپلو كوچنيانو تعليم جاري ساتلو لپاره متبادل انتظامات وكړل او هغوي يې په نورو ادارو كښې داخل كړل۔

د اكتوبر په مياشت كښې د ايالت د تعليم وزير اړوند چارواكو ته هدايت وكړو چې د استاذانو په تنخاګانو كښې په سمدستي توګه اضافه وكړېئ ٬ د دغې نه وروستو د استاذانو او انتظاميې استازو ترمينځه بشپړه لوظ نامه وشوه خو بيا هم پھ دې هېڅ عمل ونه كړی شو۔په كال 2008 كښې د آسټرېلين لوړو زده كړو ملازمانو د هړتال له امله په رياست كښې نيم سكولونه بند كړې شوي وو۔