د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د اردن شاہ عبداﷲ دوئم ابن الحسېن د او آئي سي مشرانو غونډې په موقع ملاقات د امریکې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمول او سفارت دغه ځائي ته د منتقل كولو د پرېكړې په مضمراتو د اندېښنې څرګندونه

استنبول (پاکستان نیوزپوائنٹ 13دسمبر2017ء)  وزیراعظم شاهد خاقان عباسي او د اردن باچا عبداﷲ دوئم ابن الحسېن د امریکې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمول او سفارت دغه ځائي ته د منتقل كولو د پرېكړې په مضمراتو د اندېښنې څرګندونه كړې ده ۔

دواړو مشرانو دا خبرې د شورو په ورځ د او آئي سي مشرانو د غېر معمولي غونډه په مهال ملاقات كښې كړې۔ دواړو مشرانو په دې خبره زور راوړې چې دا پرېكړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل او د عمومي اسمبلۍ د قراردادونو په ضد ده٬ دا پرېكړه د يو نيم اربه نه زياتو مسلمانانو هم رد كړې ده۔ دغسې دواړو مشرانو د دوه اړه خيزه اړيكو په اهميت هم خبرې كړې۔ وزیراعظم باچا عبداﷲ دوئم ته د پاکستان راتږ بلنه هم وركړې۔ د پنجاب اعلٰې وزير شهباز شريف ٬ خارجه سېكتره تهمينه جنجوعه او تركيه كښې د پاكستان سفير سائرس قاضي هم په دې موقع موجود وو۔