صومالیه پاکستان لپاره په تزويراتي توګه يو مهم هېواد دے ٬ د صوماليه د سمندر غاړې ښار د ګوادر د لارې د تجارت په لړ كښې افريقې لپاره د ګېټ وے كار تر سره كولې شي۔ د وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د صوماليه اولس مشر محمد عبداللہ محمد سره ملاقات كښې خبرې

استنبول (پاکستان نیوزپوائنٹ 13دسمبر2017ء) وزیراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې صومالیه پاکستان له په تزويراتي توګه يو مهم هېواد دے ځكه چې د صوماليه سمندر غاړې ښار د ګوادر د لارې د تجارت په لړ كښې افريقې لپاره د ګېټ وے كار كولې شي۔ ده دا خبرې د او آئي سي مشرانو د غېر معمولي غونډې په مهال د صوماليه اولس مشر محمد عبداللہ محمد سره په ملاقات كښې وكړې۔

وزیراعظم د پاکستان او صومالیه ترمېنځه په خاص توګه د دوه اړخيزه تجارت او مواصلاتي رابطو كښې زياتوالي سره د شريكې مرستې نوې لارې لټولو په حاجت زور رواړو۔ ده د صوماليه د امنيتي ځواكونو او د نورو ادارو د كار استعداد زياتولو او د تربيې پحقله د پاكستان لخوا د ملاتړ د عزم پخلې وكړو۔ د صوماليه اولس مشر محمد عبداللہ د هېواد امن او پرمختګ لپاره د پاكستان د قدر وړ خدماتو مننه وكړه۔

ده په خاص توګه په تېر وخت كښې د صوماليه استحكام پحقله د پاكستان د امن ډلو د كردار ستائنه كولو سره د وظيفې ترسره كولو په مهال د قربانيو ستائنه وكړه۔ ده د زرګونو په شمېر د صوماليه زده كوٶنكو ته په موقعه وركولو هم د پاكستان مننه وكړه څوك چې د صوماليه په پرمختګ كښې مهم كردار لوبوي۔ دواړو مشرانو د ورورلۍ قوي اړيكو له د خپل لوظ پخلي كولو سره سره د نړيواو او سيمه ايز اهميت په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔