د امريكې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمول او دغې ځائ ته د سفارت منتقل كولو پلان د نړيوالو قوانينو او د سلامتي كونسل د قراردادونو څرګنده خلاف ورزي ده٬ امريكا دې پخپله پرېكړه بيا نظر واچوي ٬ د القدس د حېثيت بدلولو كومه هم هڅه به د ټولې نړۍ د 1.5 اربه مسلمانانو د احساساتو مجروح كولو مترادف وي٬ د پاكستان اولس او حكومت د فلسطينيانو ملګرے دے۔ د خارجه وزير خواجه محمد آصف د القدس شريف په اړه د اسلامي مرستې تنظيم د كونسل اف منسټرز غونډې ته وېنا

استنبول(پاکستان نیوزپوائنٹ 13دسمبر2017ء) د كورنيو چارو وزير خواجه محمد آصف وئيلي دي د امريكې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمولو او دغې ځائ ته د سفارت منتقل كولو پلان د نړيوالو قوانينو او د سلامتي كونسل د قراردادونو څرګنده خلاف ورزي ده٬ امريكا دې په خپله پرېكړه نظرثاني وكړي٬ دا د امريكې د يو باوري درېمګړتيا لپاره د مېنځني ختيز د امن عمل او دوه رياستي حل لپاره ضروره ده۔

ده دا خبرې د شورو په ورځ د القدس شريف په اړه د اسلامي مرستې تنظيم د كونسل اف منسټرز غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ خارجه وزير ووئيل د امريكې لخوا يروشلم د اسرائيل پايه تخت تسليمول او دغې ځائ ته د سفارت منتقل كولو پلان د نړيوالو قوانينو او د سلامتي كونسل د قراردادونو څرګنده خلاف ورزي ده٬ د سيمه ايز امن او استحكام بهترې او د شدت خوښو قوتونو د لا مستحكمېدو مخ نيوي لپاره دې امريكا په خپله پرېكړه نظرثاني وكړي۔

ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې د يو اېن چارټر له مخې خپل كردار ترسره كړي او كه كونسل ناكام شي نو بيا بايد د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلي پرېكړې لپاره فعاله شي۔ خواجه آصف ووئيل په منطقه او نړيواله كچه سم امن لپاره دوه رياستي حل يواځنې د عمل وړ تږ لاره ده د كومې چې نړيوالې ټولنې فلسطيني اولس سره لوظ كړے ۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل٬ عمومي اسمبلې او نړيوالې ټولنې سره اوس هم موقع شته چې هغه د سيمه ايز او نړيوال امن٬ سلامتيا او استحكام په خاطر د يو اړخيزه پرېكړې مخه ونيسي٬ بايد مونږ د امريكې پرېكړه رد كولو سره په خپلو كمزورو هم فكر وكړو۔

خارجه وزير ووئېل مونږ ته به د ريښتيني اتحاد څرګندونه كول وي٬ په شريكو اختلافاتو به قابو موندل وي او اسلامي هېوادونو له به سائنس او ټېكنالوجې ته وده وركول وي۔ خواجه آصف ووئيل القدس د اسلام وړومبنې قبله وه٬ ده ووئيل د القدس د حېثيت بدلولو كومه هم هڅه به د ټولې نړۍ د 1.5 اربه مسلمانانو د احساساتو مجروح كولو مترادف وي۔ ده ووئيل پاكستانې اولس او حكومت د فلسطيني اولس ملګرے دے او پارلمان د امريكائي پرېكړې غندنې لپاره په اتفاق سره قرارداد منظور كړے دے۔ (م ع/ ض ض/ ګ ل 1816)