په عراق كښې يو لږ عمره ځانمرګے بريد كونكې نيولې شوې

په عراق كښې يو لږ عمره ځانمرګے بريد كونكې نيولې شوې

بغداد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د عراق په كركوك سيمه كښې جومات ته تلونكې يو لږ عمره ځانمرګي بريد كونكې نيولې شوې دې ۔د پوليس له مخې د ماشوم عمر 14 كاله ښودلې شوې۔د المان مېډيا له مخې دې ماشوم د فټ بال د مشهور لوبغاړي ميسي د بنيان لاندې ځانمرګي واسكټ اغوستې ؤه۔له بلې خوا پھ عراق كښې د مائن په يوه چاودنه كښې د برتانيې يو وګړې وژلې شوې۔دا پېښه په رمادي سيمه كښې رامينځ ته شوې چرته چې امريكائي كمپنۍ د عراق امنيتي اهلكارو سره نزدې د مائن پاكولو لړۍ روانه ساتلې ده.