د فرانس پخواني اولس مشر نكولس سركوزي په ټاكنو كښې د برخې اخستلو اعلان وكړو

د فرانس پخواني اولس مشر نكولس سركوزي په ټاكنو كښې د برخې اخستلو اعلان وكړو

پېرس(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) فرانس پخواني اولس مشر نكولس سركوزي راتلونكې كال د اولس مشرۍ په ټاكنو كښې د برخې اخستلو اعلان كړې دې ۔د المانې مېډيا له مخې سركوزي د دې خبرې اعلان په فيس بك كړې۔دې 61 كلن سياستمدار د كال 2012 م په ټاكنو كښې د اوسني اولس مشر فرانسوا اولاندې نه ماتې خوړلې وه۔سركوزي به د ګوند نامزدګۍ لپاره په ګوند كښې د ټاكنو پړاؤ سره مخ كېږي۔د خبر له مخې د سوشلسټ ګوند اوسني اولس مشر فرانسوا اولاندې هېواد كښې خپل مقبوليت د لاسه وركړی دې.