د لېبيا حكومت په ضد د بې باورې قرارداد منظور كړے شو

د لېبيا حكومت په ضد د بې باورې قرارداد منظور كړے شو

ترابلس(پاکستان نیوز پوائنٹ 23اگست 2016ء) د لېبيا پارلمان د اتحادي حكومت په ضد د بې باورۍ قرارداد منظور كړے دے۔ د المان مېډيا له مخې د پارلمان وياند وئېلي دي پھ رائے شمېره كښې 101 غړيو د قرارداد ملاتړ او 61 غړيو يې مخالفت كړے دے۔د پارلمان پھ دې خاص غونډه كښې 39 غړيو د ګډون كولو نه ډډه كړې۔دا نه ده معلومه شوې د دې قرارداد نه پس اتحادي حكومت تحليل شوې او كه نه۔ملګري ملتونه هم د دې اتحادي حكومت ملاتړ كوي۔په لېبيا كښې يو بل پارلمان هم هڅې كوي۔