د کشمیر خپلواكي د هر پاکستانې د زړه غوښتنه ده٬ د كشمير په كشاله د حكومت دريځ د اولس ترجماني كوي٬ پاكستان به د كشمريانو سفارتي ، سیاسي او اخلاقي مرسته دوامداره ساتي٬ وزیر اعظم کشمیر له تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې

٬ واجپائي لاهور ته راوسته او هند د كشمير كشالې هواري له راضي كوٶنكے نواز شريف ٶ٬ د واجپائي د خلې نه د 1999 كال د كشمير د مسئلې هواري كال خبره راوېستل لويه كاميابي وه٬ خونواز شريف انتقام سره مخ كړې شو او زندان ته واچولې شو٬ آمرانو د كشمير كشاله تل لپاره شاته غورځولې وه ٬ پاكستان د كشمير مسئلې فريق او وكيل هم دے٬ وزیرا عظم د كشمير مقدمه لا قوي كولو له كار كوي٬ د نواز شریف په مشرۍ كښې هېواد د زوال نه پرمختګ پلو روان شوے٬ قوي ٬ سوله ايز او څوكاله پاكستان د كشمير كشالې هواري له ضرورې دے ٬ تر څو چې كشمير آزاد شوې نه وي د كشميريانو مرسته به روانه ساتلې شي۔د سناتور پروېز رشيد د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې "د كشميركشالې هوارې او د هند ترهه ګرۍ مخنيوي له د نړۍ كردار" په سرخط سېمينار ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشید وئيلي دي د کشمیر خپلواكي د هر پاکستانې د زړه غوښتنه ده ٬ د كشمير په كشاله د حكومت دريځ د اولس ترجماني كوي٬ پاكستان به د كشمريانو سفارتي ، سیاسي او اخلاقي مرسته دوام داره ساتي٬ وزیر اعظم کشمیر له تر ټولو زياتې قربانۍ وركړې ٬ واجپائي لاهور ته راوسته او هند د كشمير كشالې هواري له راضي كوٶنكے نواز شريف ٶ٬ د واجپائي د خلې نه د 1999 كال د كشمير مسئلې د هواري كال خبره وېستل لويه كاميابي وه٬ خو نواز شريف نه انتقام واخستې شو٬ او زندان ته واچولې شو٬ آمرانو د كشمير كشاله تل لپاره شاته غورځولې وه ٬ پاكستان د كشمير مسئلې فريق او وكيل هم دے٬ وزیرا عظم د كشمير مقدمه لا قوي كولو له كار كوي ٬ د نواز شریف په مشرۍ كښې هېواد د زوال نه پرمختګ پلو روان شوے٬ قوي ٬ سوله ايز او خوشحاله پاكستان د كشمير كشالې هواري له ضرورې دے ٬ تر څو چې كشمير آزاد شوې نه وي د كشميريانو مرسته به روانه ساتلې شي۔

د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د ډسټركټ بار اېسوسي اېشن تر سېوري لاندې "د كشمير كشالې هوارې او د هند ترهه ګرۍ مخنيوي له د نړۍ كردار" په سرخط سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ده ووئيل واجپائي لاهور ته راوسته او هند د كشمير كشالې هواري له راضي كوٶنكے نواز شريف ٶ٬ د واجپائي د خلې نه د 1999 كال د كشمير د مسئلې د هواري كال خبره وېستل لويه كاميابي وه٬۔

ده ووئيل د وخت آمر هند سره يوه لوظنامه وكړه چې پكښې لېكلې شوې پاكستان به كشمير كښې ترهه ګرۍ له خپله خاوره كارولو له و نه كړي د ھغه نه تر اوسه چا هم پوښتنه ونه كړه ۔ده ووئيل چا چې څه كردار لوبولې بايد ومنلې شي ۔ نواز شریف د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په وېنا كښې د نړيوالو مشرانو ضمير راويخ كړې چې د كشمير كشاله دې هواره كړې شي او ملګرو ملتونو ته ئې وئيلي دي چې د كشمير پحقله قراردادونه حل طلب پراته دي۔

وفاقي وزیر ووئيل پخوا د پاكستان معيشت د ديواليه كېدو خبرې كېدې ٬ د ترهه ګرۍ پېښې به هره ورځ رامخې ته كېدې ٬ نن نړيوالې ادارې د پاكستان د معاشي بحالۍ اعتراف كوي ٬ ده ووئېل د زر مبادله پنګې لوړې كچې ته رسېدلې ٬ د نواز شریف په مشرۍ كښې هېواد د زوال نه پرمختګ پلو روان شوے بايد كرېډټ ئې نواز شريف ته وركړې شي۔ده ووئيل نواز شریف ترهه ګر خپل انجام ته د رسولو لړۍ پېل كړې او هېواد څخه د ترهه ګرۍ د خاتمې ئې لوظ كړې ۔

ده ووئيل٬ پاكستان د كشمير مسئلې فريق او وكيل هم دے۔ پروېز رشید سېمینار كول خوشبينه ګرځولو سره ووئيل د هائي كورټ بار غوندې چېمبرز ٬ پوهنتونونو٬ كالجونو او د بشري حقونو تنظيمونو له هم كشميريانو سره د يوالي څرګندونې له سېمينارونه كول او د نړۍ ضمير راويخول پكار دي ٬ ده ووئيل هند ګيله كوي چې پاكستان كشمريانو سره ولې ولاړ دے خو هند ته دا نه ده معلومه چې پاكستان او نړۍ دا حق لري چې چرته هم ظلم او بې انصافې كېږي د ھغې په ضد بائد غږ پورته كړې شي ۔

ده ووئيل د خوږ هېواد په پرمختګ كښې بايد د سياستمدارو كردار ومنلې شي ۔ده ووئيل ټول پاكستانيان كشميري اولس سره ولاړړ دي ۔ده ووئيل كشميريانو سره مونږ خپل لوظ ته وړومبې پاملرنه كوٶ خو دې لپاره ضروري ده چې پاكستان قوي وي ۔ده ووئيل چرته چې د لوډشېډنګ ٬ امن او امان او كمزوري معيشت مسئلې وي ھغه هېواد به څنګه د قوي وكيل په حېث د كشمير كشاله وګټې٬ وزیراعظم نواز شریف په اقتدار كښې د راتللو سره د مسئلو هواري له هڅې پېل كړې او نن د هېواد مستحكم معيشت نړيوالې ادارې هم مني ۔

ده ووئيل د ټول ګونديز كنفرنس په مشاورت د ترهه ګرۍ مسئلې هواري له د ترهه ګرو په ضد موثره لائحه خپله كړې شوې چې په نتيجه كښې ئې نن د هېواد امن او سلامتيا وضعه ښه شوې ۔ده ووئيل كركټ او د كشمير مسئله يو بل سره تړل پكار نه دې ولې چې كشمير د اصولو خبره ده او كركټ لوبه ده ٬ په اصولو او لوبه كښې فرق دے ۔ده ووئيل كراچۍ كښې د پوځ دوه اهلكار شهيدان كړې شوې ٬ھغوې ھغه اداره سره تعلق لرلو كومه چې د هېواد ا من او سلامتيا مقدسه وظيفه ترسره كوي ۔

ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې نوازشريف ټول سياسي ګوندونه يو موټې كړې۔ وفاقي وزير ووئيل تر څو چې د كشمير د آزادۍ لمر نه وي راختلې د كشميريانو به مرسته روانه ساتلې شي۔ سېمینار ته د كل جماعتي حريت كنفرنس كنوېنئر غلام محمد صفي سره سره نوموړو وكيلانو هم وېنا وكړه۔ (ض ض/ګ ل/2038)