پھ انډونېزيا كښې د پاكستاني د مرګ په سزا عملدرآمد مخ نيوي له دې سمدستي ګامونه پورته كړی شي۔د سېنېټ چيئرمېن حكومت ته سپارښتنه

پھ انډونېزيا كښې د پاكستاني د مرګ په سزا عملدرآمد مخ نيوي له دې سمدستي ګامونه پورته كړی شي۔د سېنېټ چيئرمېن حكومت ته سپارښتنه

اسلام آباد(پاکستان پوائنٹ نیوز۔28 جولائی۔2016) د سېنېټ چيئرمېن ميا رضا رباني حكومت ته سپارښتنه كړی ده پھ انډونېزيا كښې چې كوم پاكستانې نن پهانسي كېږي د هغه په سزا عملدرآمد مخ نيوي له دې سمدستي ګامونه پورته كړې شي ۔د زيارت په ورځ د سېنېټ غونډې په مهال سناتورې نګهت مرزا د اولسي اهميت په معامله ووئيل په انډونېزيا كښې د پاكستاني ځوان ذوالفقار په اړه په مېډيا دا خبره كېږي چې هغه ته به پهانسي وركړی كېږي٬د دې خبرې دې نوټس واخستلې شي۔

د سېنېټ چيئرمېن د خزانې وزير ته ووئيل د وزيراعظم په نوټس كښې دا معامله راولئ۔د خزانې وزير ووئيل د وزيراعظم دفتر او خارجه دفتر پھ دې اړه خبر كړی شوي ٬عدالتي عمل بشپر شوې٬ ده ووئېل پاكستاني ملزم د رحم اپيل نه دې كړې۔د دې معاملې جاج اخلو۔(ص ف/ض ض/وس/1859)