د وفاقي حکومت او مسلم لیګ (ن) كاركردګۍ مخالفين يرولي او ذهني پرېشانۍ سره ئې مخ كړي٬

پانامه كېس يوازې سياسي مقدمه ده چې مخالفين پرې سياست كوي٬ كه عمران خان حسد نه كولې نو نن به پاكستان ډېر پرمختګ كړے ٶھ۔ د خواجه سعد رفیق ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفیق وئيلي دي د وفاقي حکومت او مسلم لیګ (ن) كاركردګۍ مخالفين يرولي او ذهني پرېشانۍ سره ئې مخ كړي٬ پانامه كېس يوازې سياسي مقدمه ده چې مخالفين پرې سياست كوي٬ كه عمران خان حسد نه كولې نو نن به پاكستان ډېر پرمختګ كړې ٶه۔ د زيارت په ورځ ميډيا سره خپلو خبرو كښې ده ووئيل كه تحريك انصاف په سياسي توګه پوهه لرله نو زمونږ مقابله به ئې په كاركردګۍ كړې وه۔

ده ووئيل زمونږ د مخالفينو اصلي هدف اړې ګړې پېدا كول دي او د تېرو درېو كالو راهسې هم دغه كوي۔ سعد رفیق ووئيل عمران خان د پرمختګ لاره كښې خنډان راولاړي او هېواد ته زيان رسوي ٬كه عمران خان حسد نه كولې نو نن به پاكستان ډېر پرمختګ كړې ٶه۔ ده ووئيل ټول پوهه دي چې كه ادارو څخه د عمران خان د خوښې پرېكړه راشي نو ھغه به خوشحاله شي او كه د ھغه د خوښې نه وي نو بيا د ټګۍ چغې وهي۔ ده ووئيل مسلم لیګ (ن) به نواز شریف په مشرۍ كښې د تعمير او پرمختګ مزل روان ساتي ۔ ده وئيل په خېبر پښتونخوا كښې د عمران خان د ګوند حكومت دے خو ھغه هلته نه ځي او دغسې بلاول زرداري هم سندھ ته نه ځي۔)م ع/ض ض/ګ ل/2009)