وزيراعظم محمد نواز شريف له نړيوال اقتصادي فورم بلنه وركړې وه٬ په كلنه غونډه كښې د پاكستان وزيراعظم ګډون فورم لپاره د خوشحالې خبره وه۔ نړيوال اقتصادي فورم

وزيراعظم محمد نواز شريف له نړيوال اقتصادي فورم بلنه وركړې وه٬ په كلنه غونډه كښې د پاكستان وزيراعظم ګډون فورم لپاره د خوشحالې خبره وه۔ نړيوال اقتصادي فورم

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) نړيوال اقتصادي فورم په خپل يو خط كښې د وزيراعظم محمد نواز شريف په ډيووس كښې د فورم په كلنه غونډه كښې د ګډون په اړه وضاحت كښې وئيلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف ته نړيوال اقتصادي فورم بلنه وركړې وه٬ په كلنه غونډه كښې د پاكستان وزيراعظم ګډون فورم لپاره د خوشحالې خبره وه۔ د نړيوال اقتصادي فورم د مېډيا آپرېشن اېنډ ايونټس مشر ين زوف په د جنېوا سوئټزرلېنډ څخه د جنورې په 25مه نېټه په خپل خط كښې وضاحت كړے چې د وزيراعظم د دورې اېجنډا د زما په دفتر كښې په مشاورت د مقاصدو او ترجيجاتو تر مخه جوړه كړې شوې وه۔

په دې كښې مهمو كاروباري او سياسي مشرانو سره بېلا بېل ملاقاتونه شامل وو۔ په خط كښې وئيلي شوي پاكستان په نړۍ كښې د شپږم لوي هېواد په حېث د نړيوالې ټولنې مهم غړے دے۔ نړيوال اقتصادي فورم د سركاري او شخصي مرستې د لارې په خپلو ګامونو او پروژو كښې د هغه د شاملولو خوښي لري۔ د نړيوال اقتصادي فورم لخوا دا وضاحت د يوې ځائي انګرېزي ورځپاڼې د نواز شريف د بدعنوانې د پلټنو له امله په ډيووس كښې د وېنا نه د منع كولو راپور په ځواب جاري كړې شوې۔

ين زوف هيله څرګنده كړه چې اړوند رپورټر به په دې لړ كښې په خپلو مضمون كښې د حقائقو عكاسي وكړي۔ د يادونې وړ ده وزيراعظم د خپلې سوئټزر لېنډ دورې په مهال د نړۍ د اول صف مشرانو سره د كاروباري مشرانو او استازو سره هم ملاقاتونه كړي ۔ ده د ناروے وزيراعظم ارنا سولبرګ٬ د سويډن وزيراعظم سټېفن ليفوين٬ د سوئس كنفډرېشن صدر ډورس لوتھرډ او د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګټرس سره ملاقاتونه كړي دي۔

وزيراعظم د نړيوال اقتصادي فورم چيئرمېن كلازشواب سره د ملاقات نه سره د اول صف كمپنو مشرانو سره په ګول مېز غونډه كښې هم ملاقات كړے و او ده ته ئې په پاكستان كښې د سرمايه كارې بلنه وركړې۔ وزيراعظم د 47 اقتصادي فورم په موقع د ګروپ سي اي او وېپمل كام٬ سي اي او پراكټر اېنډ ګېمبل او د سټېنډرډ بېنك چيف اېګزېكټو آفيسر سره هم ملاقاتونه كړي دي۔ )م ع/ض ض/ګ ل/2009)