د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د اقليتونو لپاره د قامي كميسون غونډه

د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د اقليتونو لپاره د قامي كميسون غونډه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف په مشرۍ كښې د اقليت لپاره د قامي كميسون غونډه د زيارت په ورځ وشوه۔ غونډه كښې د كميسون غړو پشمول د مذهبي چارو وزارت پشمول د نورو اړوندو ادارو چارواكو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د مذهبونو ترمينځه هم غږۍ په اړه د هر ډول كركې وړ وېناګانو او موادو اشاعت مخ نيوي له تفصيلي خبرې وشوې او دا پريكړه وكړې شوه چې قامي كميسون به په دې لړ كښې خپل كردار ترسره كوي۔

غونډه كښې دې خبرې ته سلا راغله چې د مذهبونو ترمينځه او د عقيدو ترمينځه په چارو بحث لپاره په 20 كناله زمكه به ډائيلاګ سنټر جوړولې شي۔د دې نه ځانله به د مذهبونو ترمينځه د هم غږۍ كمېټي جوړولې شي چې پكښې به د ټولو مذهبونو استازي شامل وي۔(ص ف/ض ض/وس/1917)