پاكستان كښې د جمهوري ادارو قوي كېدو سره په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې٬د سرمايه كارو باور زيات شوې٬

د سيمه ايزو رابطو وده د حكومت د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به په ټوله سيمه كښې اقتصادي استحكام راشي۔د تجارت وزير خرم دستګير په برسلز كښې"پاكستان يو بدل شوې حقيقت۔امن او پرمختګ له يوه موقع"په سرخط سېمينار ته وېنا

پاكستان كښې د جمهوري ادارو قوي كېدو سره په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې٬د سرمايه كارو باور زيات شوې٬
د سيمه ايزو رابطو وده د حكومت د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به په ټوله سيمه كښې اقتصادي استحكام راشي۔د تجارت وزير خرم دستګير په برسلز كښې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 26جنوری2016ء) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير وئېلي دي پاكستان كښې د جمهوري ادارو قوي كېدو سره په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې٬د سرمايه كارو باور زيات شوې٬د سيمه ايزو رابطو وده د حكومت د خارجه پالېسۍ مهمه برخه ده٬د پاك چين اقتصادي راهدارۍ سره به په ټوله سيمه كښې اقتصادي استحكام راشي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په برسلز كښې"پاكستان يو بدل شوې حقيقت۔

امن او پرمختګ له يوه موقع"په سرخط سېمينار ته خپله وېنا كښې وكړه۔دا سېمينار يورپين اېشين سټډيز نومې تهنك ټينګ د پاكستان سفارت پھ مرسته راجوړ كړی ؤ۔سېمينار ته وفاقي وزير خرم دستګير خان ووئيل د پاكستان نوي حقيقت څخه نه يوازې په هېواد كښې بلكې پھ ګاونډي هېوادونو كښې هم د امن او پرمختګ لپاره موقع پیدا شوي ۔ده ووئيل جمهوري استحكام او د سماجي اقتصادي پرمختګ سره نن ښكاره نن پاكستان څرګندېږي۔

ده ووئيل پاكستان جي اېس پي پلس سټېټس څخه ګټھ پورته كړې ځكه چې هېواد دا په سماجي او اقتصادي څانګو كښې د اصلاحاتو ترغيب په توګه ګڼړلې او په آئين كښې وركړی شوو حقونو عملدرآمد له ورسره مرسته ترلاسه شوې۔وفاقي وزير ووئيل د جي اېس پي پلس درجه ترلاسه كېدو نه پس د پاكستان برآمدات 37 فيصده زيات شوي۔ده ووئيل د 2013 ټول ټاكنو نه پس پاكستان پرمختګ كړې٬نن په پاكستان كښې يو فعاله جمهوريت شته ٬معيشت تندۍ سره پرمختګ كوي او امنيت كښې ښه والي سره د ضروري اصلاحاتو پېل كولو ګنجائش پېدا شوې۔

د ترهه ګرۍ مخ نيوي لپاره د حكومتي تګلار ذكر كولو سره ده ووئيل حكومت د انتهاخوښۍ او ترهه ګرۍ مخ نيوي له په تګلار قامي اتفاق پېدا كولو له كار كړې۔ضرب عضب عمليات جون 2014 كښې پېل شوي او په 2015 كښې په قامي تګلاره عملدرآمد پېل شوې چې په نتيجه كښې يې په ترهه ګرۍ او انتهاخوښۍ قابو موندلو له مرسته ترلاسه شوې۔ده ووئيل په پاكستان د سرمايه كارو باور زيات شوې٬بلوم برګ چې كومه درجه بندي كړی د هغې له مخې د پاكستان سټاك ايكسچېنج په نړۍ كښې په پنځم لمبر راغلې دې۔(ص ف/ض ض/وس/1917)