خطاطي د ضبط نفس٬انساني شخصيت مكمل كېدو او د روحاني اقدارو مضبوطوالي ذريعه ده٬غوره خطاطي د غوره انساني جذبو عكاسي كوي۔د اولس مشر ممنون حسېن د فن خطاطي نمونو نندارتون پرانستې په مهال خبرې

خطاطي د ضبط نفس٬انساني شخصيت مكمل كېدو او د روحاني اقدارو مضبوطوالي ذريعه ده٬غوره خطاطي د غوره انساني جذبو عكاسي كوي۔د اولس مشر ممنون حسېن د فن خطاطي نمونو نندارتون پرانستې په مهال خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي چې خطاطي د ضبط نفس٬انساني شخصيت مكمل كېدو او د روحاني اقدارو مضبوطوالي ذريعه ده كومو چې ټوله اسلامي نړۍ نه بلكې ټول انسانيت متاثر كړې٬ غوره خطاطي د غوره انساني جذبو عكاسي كوي۔ده دا خبره د نهې په ورځ پاكستان نېشنل كونسل آف دي آرټس كښې د فن خطاطۍ نمونو نندارتون پرانستې په مهال وكړه په كومه كښې چې د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي٬ وفاقي سېكتر عامر حسن٬ د فنون لطيفه ادارې ايريسكا ډي جي ډاكټر خالد ايرن٬ د بك فاؤنډېشن اېم ډي ډاكټر انعام الحق جاوېد او د بهر هېوادونو څخه راغليو مېلمنو يو لويې شمېر ګډون وكړو۔

اولس مشر ووئيل په عامه توګه دا تاثر په تندۍ سره وده مومي چې كمپيوټر راتلو سره د خطاطۍ په ډول فنونو ته زيان رسېدلې ولې دا تاثر سم نه دې۔ده ووئيل د خطاطۍ په بې شمېره نمونو كښې نوې ټېكنالوجي كارول شوې چې ورسره دې لا ښكلې شكل خپل كړې۔د نړۍ تر ټولو عظيم مصور پيبلوپكاسو حواله وركولو سره اولس مشر ووئيل كه دې د اسلامي خطاطۍ نه خبر وې نو ده به چرې مصوري كړې نه وه۔

اولس مشر ووئيل اسلامي فن خطاطي او خوش نويسۍ ته زمونږ په تهذيبي او ديني روايت كښې تل بنيادي حېثيت ترلاسه پاتې شوې۔ده ووئيل د فن خطاطي يو عظيم نقاد وئېلي وو په نړۍ كښې چې چرته هم مسلمان وي هلته خطاطي په خپل عروج وي۔اولس مشر وړاندېز وركړو چې په ګران هېواد كښې دې خطاطۍ ته وده وركولو له په قامي كچه نه بلكې په صوبائي او سيمه ايزه كچه هم بايد دا ډول نندارتونونه وكړې شي او د زلمو فنكارانو ډاډګيرنې له دې انعامي مقابلې وكړې شي۔

ده ووئيل حضرت علي(رض)وئېلي دي چې خطاطي نيم علم دے۔اولس مشر ووئيل دا خبره خوشبينه ده چې مېرمنې هم په دې فن كښې برخه اخلي۔اولس مشر ووئيل د ګران هېواد د فنكارانو غوره نمونې په ليدلو ماته خوشحالي شوې۔ده ووئيل زه په دې نندارتون كولو د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي٬ د ده ملګرو او نېشنل بك فاؤنډېشن ته مباركي وركوم۔(وا/وس/2133)