د خطاطۍ فن د اسلامي هېوادونو ترمينځه د اتحاد وسيله جوړه شوې٬د دې عظيم اسلامي فن ودې لپاره د اسلامي هېوادونو اړوند ادارو يو بل سره په ګډه كار كول غواړو۔

د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي د آئي آر سي آئي سي اے ډي جي ډاكټر خالد سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 24جنوری2016ء) د قامي تاريخ او ادبي ورثې لپاره د وزيراعظم سلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي چې د خطاطۍ فن د اسلامي هېوادونو ترمينځه د اتحاد وسيله جوړه شوې٬د دې عظيم اسلامي فن ودې لپاره د اسلامي هېوادونو اړوند ادارو يو بل سره په ګډه كار كولو غواړو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د او آئي سي د اسلامي تاريخ٬د آرټ او كلتور ودې ادارې د( آئي آر سي آئي سي اے) ډي جي ډاكټر خالد ايرن سره خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن كښې د وزيراعظم سلاحكار سره ملاقات وكړو۔

عرفان صديقي تركيې څخه د راغلې ډاكټر خالد ايرن په قامي خطاطي نندارتون كښې په ګډون كولو مننه كولو سره ووې د ده راتګ سره به د اسلامي فنون او كلتور په څانګه كښې لا وده ترلاسه شي۔ډاكټر خالد ايرن په قامي خطاطي نندارتون كولو د وزيراعظم سلاحكار ته مباركي وركړه او د خطاطۍ په ډول د اسلامي فن ودې لپاره يې د ده د وزارت ګامونه وستائېل۔په دې مهال ده د مكې مكرمې او مدينې منورې ښارونو پخواني عكس سره اړوند مخطوطې هم د وزيراعظم سلاحكار ته وړاندې كړې په دې مهال د قامي تاريخ او ادبي ورثې ډويژن سېكتر عامر حسن او جوائنټ سېكتر مشهود مرزا هم موجود وو۔(وا/وس/2133)