وفاقي وزير خرم دستګير خان به د برسلز تږ په مهال د اروپائي كمېشن او اروپائي پارلمان چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔

وفاقي وزير خرم دستګير خان به د برسلز تږ په مهال د اروپائي كمېشن او اروپائي پارلمان چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23وری2016ء) د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير خان به د برسلز تږ په مهال د اروپائي كمېشن او اروپائي پارلمان اعلی چارواكو او بېلجيئم كښې پاكستانب كمېونټي سره ملاقاتونه كوي۔ د تجارت وزارت ترمخه وفاقی وزیر به د خپلې دورې په مهال د یورپین انسټی ټیوټ آف ایشیا و سټډیز لخوا د "د پاكستان بدلېدونكے حقيقت امن او پرمختګ لپاره د يوې موقعې " په سرخط سيمينار ته خطاب هم كوي۔

د خپلې څلور ورځنۍ دورې په مهال به وفاقي وزير اروپائي پارلمان او د كمېشن نمائندګان پاکستان كښې تجارت او سرمايه كارۍ لپاره رامخې ته كېدونكو موقعو څخه خبروي۔ هغه به اروپائي چارواكي د پاكستان صنعتي څانګې كاركردګۍ څخه هم خبروي۔ د ورلډ اكنامك فورم د تازه راپور ترمخه پاكستان د معاشي پرمختګ پلو د پرمختګ كوؤنكو هېوادونو په مقابل كښې ښه دے او د پاكستان لمبر په دې لړ كښې 52 او د هند 60 م دے۔)وا/ض ض/ګ ل/1949)