د فاټا اصلاحات په حقله رېښتنو استازو او اولسي رائې اخستو ته اړتيا ده۔ محمود اچكزئۍ

د فاټا اصلاحات په حقله رېښتنو استازو او اولسي رائې اخستو ته اړتيا ده۔ محمود اچكزئۍ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 23وری2016ء) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اچكزئۍ وئيلي دي د فاټا اصلاحات په حقله رېښتنو استازو او اولسي رائې اخستو ته اړتيا ده۔ په دې لړ كښې يوه لويه جرګه د جنورۍ په 30 نېټه اسلام آباد كښې كيږي كومې ته چې فاټا سره تعلق لرونكي اولسي استازي او د سېنټ او قامي اسمبلۍ غړي رابللې شوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې خبري كنفرنس ته وكړه۔

ده ووئيل د فاټا اصلاحات د فاټا حقيقي نمائندګانو او د فاټا اولس رائي ترلاسه كولو نه غېر ممكنه نه دي۔ د فاټا كوم وګړې هم د اصلاحاتو مخالف نه دے ولې بياهم غواړي چې د دوئي د قسمت پرېكړه د دوئي د خوښې ترمخه وكړې شي۔ ده ووئيل د فاټا كوم وګړے داسې نشته چې فاټا كښې د پوهنتونونو ٬ كالجونو او سړكونو جوړېده نه غواړي ولې د اصلاحاتو په اړه د اقداماتو د نګرانۍ حق بايد هغه كسانو له وركړې شي كوم چې د دغه سيمې حقيقي نمائندګان دي۔

ده ووئيل د فاټا اولس وطن سره مينه لري او له دې كبله د دوئي لپاره د اصلاحاتو كولو په وخت بايد دوئي ته پام لرنه وكړې شي۔ ولې چې دا د 15 لكهه آبادۍ لرونكې سيمه ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښې مونږ اسلام آباد كښې يو لويه جرګه كوو كومه چې د جنورۍ په 30 نېټه د اسلام اباد په يو ځائي هوټل كښې كيږي۔ )وا/ض ض/ګ ل/1949)