پي ټي آئي په ستره محكمه د فشار اچولو هڅه كوي٬ عدالتونه په فشار كښې نه دي او نه راتللې شي ۔د طارق فضل چوهدري ميډيا سره خبرې

پي ټي آئي په ستره محكمه د فشار اچولو هڅه كوي٬ عدالتونه په فشار كښې نه دي او نه راتللې شي ۔د طارق فضل چوهدري ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) د مسلم لیګ (ن) لارښود او د كېډ دوهم وزير ډاكټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي تحریك انصاف په ستره محكمه د فشار اچولو هڅه كوي٬ عدالتونه په فشار كښې نه دي او نه راتللې شي۔د زيارت په ورځ ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل تحريك انصاف ستره محكمه متنازعه او قاضيان په فشار كښې راوستلو هڅه كوي۔ طارق فضل چوهدري ووئيل پي ټي آئي د دې تاثر وركولو هڅې كوې چې كه زمونږ په حق كښې پرېكړه ونه شوه نو د وړاندې په شان به په عدليه او نورو ادارو پسې خبرې كولي شي او بيا به دهرنې او احتجاج پېل كولې شي۔

ده ووئيل زمونږ په تهذيب كښې خپل اولاد ته د ډالۍ وركولو رواج شته او په دې لړ كښې د ټرانسفر او ټېكس قوانين هم څرګند دي٬ بايد مونږ وزیراعظم هم د يو عام وګړو او انسان په شان وګڼو۔(ص ف/ګ ل/1350)