خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه (نن) كېږي

خارجه چارو لپاره د قائمه كمېټۍ غونډه (نن) كېږي

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 19نوری2016ء) خارجه چارو لپاره د قامي اسمبلۍ د قائمه كمېټۍ غونډه (نن) د جمعې په ورځ د چيئرمېن اوېس احمد خان لغاري په مشرۍ د پارلمان په ودانۍ كښې كېږي۔ غونډه كښې به د تېرو غونډو د پرېكړو توثيق ٬ د نړيوالو لوظنامو په بل 2013 ٬ د سندھ طاس لوظنامې پحقله د هند د دړكو او د پاكستان لائحه او د خارجه وزارت د پي اېس ډي پي 18-2017 پحقله د بجټ د وړاندېزونو جاج اخستلې شي ۔(ص ف/ګ ل/1350)