د ټرانزټ ټرېډ له مخې افغانستان د پاكستان نه د ګاډو د پرزو او د سګرټو نه علاوه هر يو څيز درآمد كولې شي٬ ټرانزټ ټرېډ اېران ته د منتقل كېدو تاثر درست نه دے۔ د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير

د ټرانزټ ټرېډ له مخې افغانستان د پاكستان نه د ګاډو د پرزو او د سګرټو نه علاوه هر يو څيز درآمد كولې شي٬ ټرانزټ ټرېډ اېران ته د منتقل كېدو تاثر درست نه دے۔ د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 17نوری2016ء) سېنېټ ته وئيلي شوي دي چې د ټرانزټ ټرېډ له مخې افغانستان د پاكستان نه د ګاډو د پرزو او د سګرټو نه علاوه هر يو څيز درآمد كولې شي٬ ټرانزټ ټرېډ اېران ته د منتقل كېدو تاثر درست نه دے۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور عثمان كاكړ٬ مظفر حسېن شاه او د سناتورې نزهت صادق د پوښتنو په ځواب كښې د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير ووئيل چې د تېر حكومت په وروستيو دري كلونو كښې د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ له مخې تجارت كم شوے و خو د كال 15- 2014م په مهال د ټرانزټ ټرېډ له مخې د دوه اربه 55 كروړه ډالرو څيزونه د پاكستان نه درآمد كړې شوي دي كوم چې يو ريكارډ دے۔(م ع/ګ ل/1531)